Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌کلا ګمرک کې د ۷۸،۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور هنګرونه جوړ شول

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د ماليې وزارت وايي، د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي ګمرک کې د ۷۸،۷ میلیون افغانيو په لګښت څلور هنګرونه جوړ شوي چې هر یو یې په یو وخت کې د شاوخوا اته زره مټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت لري.

د افغانستان د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي چې په جوړېدو سره یې، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته شوې دي.

سرچينه ليکي، د دغو هنګرونو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکړل شوي او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د هېواد د ګمرکونو عصري کولو ته ژمن دی او په دې برخه کي یې ځينې پراختیایي پروژې پلي کړې او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.