کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه فدراسیون رییس او د «کافا» مرستیال محمدیوسف کارګر له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۹ کلونو پورې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د پراختیايي او تخنیکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ارسنال فوټبال کلپ پخواني روزونکي ارسن وینګر او د فیفا د انکشافي کمېټې د رئیس په ګډون په قطر کې د فیفا د کمېټې په رسمي ناسته کې یوسف کارګر د سرتیفیکیت او رسمي کارت په تر لاسه کولو سره د یادې کمیټې غړیتوب ترلاسه کړ.
سرچینه زیاتوي چې د ناستې پر مهال د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړۍ د فوټبال مهم انکشافي او تخنیکي پروګرامونه و ارزول شول. دغهراز، د فیفا رئیس جاني انفانتینو له محمدیوسف کارګر سره په لیدنه کې د افغانستان د فوټبال د وروستیو لاستهراوړنو ستاینه وکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا، دا غړیتوب نه یوازې د محمدیوسف کارګر او د افغانستان د فوټبال لپاره ویاړ دی بلکې د افغانستان د فوټبال د پرمختګ په برخه کې یو مهم پړاو بلل کېږي؛ هغه څه چې کولی شي د نړۍوالو همکاریو نوې دروازې پرانیزي او د هېواد د فوټبال د دوامدارې ودې لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP