Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی دی.

د پاکستان اج ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې نن د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ برید شوی دی.

سرچینې د پولیسو له قوله لیکلي چې تر دې مهاله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی خو چاودنه دومره درنه وه چې غږ یې شاوخوا تر ۲۵ کیلومتره لرې اورېدل شوی دی.

سرچینې لیکلي، د دې سیمې عمومي لویه لاره په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې څو امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ټیمونه پرته له کوم خنډ څخه رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.