Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي کې تولید شوي مینځونکي توکي نندارې ته وړاندې شول

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې په لومړي ځل د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي له لوري تولید شوي مینځونکي توکي نندارې ته وړاندې شول.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د «کیمیا» په نوم په دغو منیځونکو توکو کې د لوښو مینځلو، لاسونو مینځلو او ښیښو پاکولو شامپوګانې شاملې دي او د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د رییسانو او ښوونکو په حضور کې نندارې ته وړاندې شول.

د هرات پوهنتون رییس مولوي عبدالغني حقاني د ساینس پوهنځي له نوښت او د ښوونکو د هڅو ستاینه وکړه ویې ویل چې پوهنتون او په عمومي ډول د لوړو زده‌کړو وزارت رهبري به د نورو پوهنځیو له نوښتګرو طرحو هم ملاتړ وکړي.

نوموړي له ښوونکو او پوهنځیو وغوښتل چې د عملي طرحو او مفکورو په وړاندې کولو سره د ټولنې د ستونزو په حل او د علمي او تولیدي ځان‌بسیاینې په پیاوړتیا کې د پوهنتون رول لا زیات څرګند کړي.

دغه‌راز، د ساینس پوهنځي ريیس دغه اقدام د پوهنتون د بېلابېلو برخو ترمنځ د اغېزناکې همغږۍ پایله وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډول ملاتړ د علمي او تولیدي نوښتونو د ودې زمینه برابروي.

خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي، د بیولوژي څانګې ښوونکو د تولید پړاوونو، د کار د ترسره کولو تګلارې، د موادو کیفیت او د دغو مینځونکو توکو د کارونې وړتیاوو په اړه څرګند او تخصصي معلومات وړاندې کړل.

هغوی ټینګار وکړ چې دا تولیدات د علمي معیارونو پر بنسټ، د بازار اړتیاوو او چاپېریالي ملاحظاتو ته په کتو چمتو شوي او په راتلونکي کې د پراختیا او د سوداګریز کېدو ظرفیت هم لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.