کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴): په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۱۹.۵ میلیون ډالر مرسته وکړي؛ دا مرسته به د بشري او اساسي اړتیاوو د تامین برخو کې ولګول شي.
د جاپان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ خوښ یو چې اعلان وکړو د جاپان حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۱۹.۵ میلیون ډالره اضافي مرسته وکړي چې دا مرسته به د بشري او لومړنیو بشري اړتیاوو برخو کې ولګول شي.»
په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ هیله لرو چې دا مرسته د اړمنو او زیانمنو افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.»
د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو، نورو نړۍوالو بنسټونو او د جاپان غیردولتي بنسټونو له لارې ولګول شي او د دې مرستې په ګډون د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرستې څه باندې ۵۴۹ میلیون ډالرو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP