کابل (پژاک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوړو زدهکړو وزیر د میدانوردګو پوهنتون کې د لیلیې ودانۍ جوړولو د عملي چارو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، د استادانو ژمنتیا او د مسوولینو له خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ د دې لامل کېږي چې د لوړو زدهکړو نظام لا پیاوړی شي.
د لوړو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر شیخ ندامحمد ندیم پرون په یو لړ مراسمو کې د وردګو پوهنتون کې د ۱۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د لیلیې څلورپوړیزې ودانۍ د عملي چارو پرانیسته وکړه.
سرچینې لیکلي، د لوړو زدهکړو وزیر ویلي چې د استادانو تعهد او ژمنتیا او د مسوولینو له خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولای شي د لوړو زدهکړو نظام لا پیاوړی کړي.
هغه زیاته کړې: «د مسلمانانو د امیر پر غاړه دوه ستر مسوولیتونه دي؛ د مسلمانانو د دین او دنیا ساتنه؛ موږ عم د اسلامي نظام منسوبین او مسوولین یو او د خلکو د دیني او دنیوي چارو ساتنه او خدمت به کوو.»
نوموړي دغهراز ویلي، ا.ا، په ځانګړي توګه د لوړو زدهکړو وزارت ټولو پوهنتونونو ته د بودجې، اسانتیاوو او مناسب چاپېریال برابرولو مسوولیت لري.
په یاده غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني ویلي، د دغه وزارت په چوکاټ کې دوه شیان چې تحصیلي نصاب او غوره استادان دي، ډېر اړین دي، او په خبره يې چې په دواړو برخو کې دوی د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ورته مهال، د میدانوردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه ویلي، د ولایت په کچه هغه امکانات چې لري یې، له تعلیمي او تحصیلي مراکزو به درېغ نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP