Language

نیمروز کې ترافیکي پېښه؛ یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي

زرنج (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د نیمروز سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د ترافیکي حادثاتو مدیر سردارمحمد رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د هلمند – نیمروز پر لویه لار د یوه «هایلکس» موټر اوښتو له امله شوې ده.

د هغه په وینا، یاده پېښه پرون ماښام هغه مهال وشوه چې موټر په ډېر سرعت د هلمند ختیځ لور ته روان و او د خاشرود ولسوالۍ د «تاگریشک» په سیمه کې له سړکه ووت.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د خاشرود ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لوري د زرنج ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

نیمروز د ترافیکي پېښو مدیر د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او سرعت وباله.