Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ د امریکا د ګرین‌‌کارت لاټرۍ ګټونکو لپاره د ویزې ورکولو لړۍ وځنډوله

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه، د امریکا د ګرین‌‌کارت لاټرۍ ګټونکو لپاره د ویزې ورکولو پروګرام ځنډول شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم  (Kristi Noem)پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امریکا د کډوالۍ وزارت د ګرین‌کارټ لاټرۍ(DV1)  پروګرام په براون پوهنتون کې ډزو له پېښې وروسته ودراوه.

نوموړي ویلي: «د ولسمشر ټرمپ په امر ما سمدستي د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS)  ته لارښوونه وکړه چې د ګرین‌کارټ لاټرۍ پروګرام ودروي څو ډاډ ترلاسه شي چې نور هيڅ امریکایي د دغه خطرناک پروګرام له امله زیانمن نه شي.»

کریستي نوم ویلي چې کلادیو مانویل نوېس والنټي چې په براون پوهنتون کې یې ډزې کړې وې، په ۲۰۱۷ کال کې د ګرین‌کارټ لاټرۍ (DV1) له لارې امریکا ته راغلی او ګرین‌‌کارت یې ترلاسه کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا د روډ ایلند ایالت په براون پوهنتون کې د یوه وسله‌وال کس له لوري په ډزو کې دوه زده‌کوونکي ووژل او نهه نور ټپیان شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.