Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

فیروزکوه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اب‌کمري ولسوالۍ کې د یوه مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وایي چې دا پېښه د «فلانکوچ» موټر اوښتو له امله شوې چې له امله یې دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «یاده ترافیکي پېښه د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۹ بجې د اب‌کمري ولسوالۍ په «هفت شهید» سیمه کې شوې او ټپیان د قلعه‌نو ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.»

د هغه په وینا، د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک و او د لا ښې درملنې لپاره هرات ته ولېږدول شول.

چارواکو د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک خرابوالی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بادغیس کې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او غیرمعیاري وضعیت تل د ورته ترافیکي پېښو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.