Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په سوریه کې د داعش پر وړاندې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ پرون په سوریه کې د داعش ډلې پر لسګونو هدفونو ستر بریدونه ترسره کړي دي.

د رویترز د راپور له مخې، له دغو عملیاتو مخکې تېره اونۍ په سوریه کې د داعش په یوه مشکوک برید کې امریکايي پوځیان ووژل شول.

د امریکایي پوځ په وینا، تېره ورځ د سوریې په مرکزي ښار پالمیرا کې د امریکايي پوځ دوه سرتېري او یو ژباړن د هغه کس په برید کې چې د سوريې او امریکايي ځواکونو کاروان یې په نښه کړ، ووژل شول او وروسته بریدګر هم ووژل شو. سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې درې امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

له یادو بریدونو وروسته امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ پرون په سوریه کې د داعش پر لسګونو موخو پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې په دغو عملیاتو کې د سوریې په مرکزي سیمو کې څه باندې ۷۰ موخې په نښه شوې دي.

د امریکا د جنګ وزیر پیت هګسټ ویلي: «دا د یوې جګړې پیل نه دی ـ دا د غچ اعلان دی.»

رویټرز د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې له مخې لیکلي چې دغه هېواد یو ځل بیا د داعش پر وړاندې د مبارزې او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې «د سوریې په خاوره کې هيڅ امن پټنځای ونه لري» پر خپله پرېکنده زمنتیا ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.