کندهار (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴): د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۰۳ میلیون افغانیو په لګښت د مسافر وړونکو الوتکو لپاره د پارکینګ یا «جیولیت رمپ» پروژه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وایي، د مسافر وړونکو الوتکو لپاره د پارکینګ دا پروژه د وزارت له انکشافي بودیجې د لسومیاشتو په موده کې بشپړه شوې او د هوايي ډګر یو شمېر اساسي ستونزې به پرې هوارې شي.
د یاد وزارت د پروژو امر انجینر هدایتالله امید وویل، دغه «جیولیت رمپ» د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او اوس په کېهممهاله د څلورو لویو مسافر وړونکو الوتکو د پارک کولو وړتیا شته؛ هغه اسانتیا چې تر دې وړاندې نه وه موجوده او مسافر به له ترمینلڅخه تر الوتکې پورې اوږد مزل کاوه.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د مسافرو ستونزې راکمې او د هوايي ډګر خدمات به معیاري شي.
په همدې حال کې، د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر یو شمېر مسافر د دې پروژې هرکلی کوي او وایي، چې دا نوې اسانتیا د هغویلپاره ډېر ارزښت لري.
ډاکټر منیر احمد صدیقي وویل، پخوا به مسافر، په ځانګړي ډول ناروغان او مشران، له سختو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د الوتکې اوترمینل ترمنځ اوږد مزل ختم شوی دی. د هغه په خبره، بهرني مېلمانه هم تر هر څه مخکې هوايي ډګر ویني او معیاري هوايي ډګر د هېوادپه اړه مثبت انځور وړاندې کوي.
همدارنګه، یو بل مسافر احمد شاه وویل، که هوايي ډګرونه پر معیار برابر او له اسانتیاوو ډک وي، دا نه یوازې د مسافرو لپاره ګټه لري،بلکې د هېواد د پانګونې او اعتبار لپاره هم مهم رول لوبوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د مناسب پارکینګ د نشتوالي له امله الوتکې له ترمینل څخه لرې تم کېدې او مسافر، په ځانګړي ډولناروغان، له ستونزو سره مخ وو، خو د دې پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزې تر ډېره له منځه ولاړې شي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP