کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د بېځایه بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې لا نرمې او پراخې کړي.
د یوې خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (شنبه) په بلخ کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو د چارو د پیل مراسمو کې وینا وکړه.
هغه د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د بندیزونو او بېځایه فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې په سیمه کې یو اباد او ځواکمن افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان نه دی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او پیاوړتیا لامل ګرځي.
هغه وویل: «اسلامي امارت د سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو برخه کې پر هر اړخیز اقتصادي او سیاسي تعامل باور لري خو دا هغه وخت شونی دی چې د سترو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو درناوی موجود وي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دغهراز وویل چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د سترو او اوږدمهالو پروژو برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو له لارې روښانه پیغام لري چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره زمینه برابره ده او هر څوک له دغه فرصته ګټه اخیستلای شي.
د یادونې ده، په مزارشریف کې دغه جوړېدونکی سوداګریز مارکېټ د ۷۴۳ میلیون افغانیو په پانګونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ۶۰۰ مترمربع ځمکه په اتو پوړونو کې جوړېږي چې ۸۷۰ دوکانونه، څلور رسټورانټونه، یو مېلمستون، جومات او پارکینګ به ولري.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مارکېټ ودانیزې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې او هر کال به ترې ۴۳ میلیون افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه د اسلامي امارت خزانې ته ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP