Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د نرخ ولسوالۍ د بادام په سیمه کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یوه تنکي ځوان ژوند له لاسه وکړی، یوه مېرمن، یو ماشوم او موټرچلوونکی ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د میدان‌وردګو ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.