Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

پاراخ (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): پنجشېر کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کله دښمني چې له امله یې یو کس هم وژل شوی و، پای ته ورسېده.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني د عالمانو، سپین‌ږیرو او ځايي مسوولین په منځګړیتوب پای ته رسېدلې او د یاد قتل انګېزه د کرنیزې ځمکې پر سر د حقوقي دعوا له امله وه.

ورته مهال، د پنجشېر د شخړو د حل کمېټې رییس محمدرها ابرار وايي چې یاده شخړه شاوخوا دوه کاله مخکې د درې ولسوالۍ په مسګران کلي کې رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د شېراحمد په نوم یو کس د احمد لایق له لوري وژل شوی و.

هغه زیاته کړه چې دغه قضیه د درې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې تر څېړنې لاندې وه چې له قانوني پړاوونو او د منځګړو له هڅو وروسته نن حل او فصل شوه.

د هغه په وینا، یاده قضیه د دواړو لورو د رضایت له ترلاسه کولو، بې‌طرفه او د عالمانو او سپین‌ږیرو له هڅو وروسته حل شوه او د محکمې له پړاوونو وروسته د درې ولسوالۍ لومړنۍ محکمې ته راجع شوه چې د شخړو د حل کمېټې پرېکړه د محکمې له لوري هم ومنل شوه.

په پنجشېر کې ځایي مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته تر اوسه د قتل ۵۰ قضیې چې په دغه ولایت کې د کورنیو د تېښتې او د دښمنیو د دوام لامل شوې وې، حل او فصل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.