کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو په نسبت نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه یو څه لوېدلې خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
صافي زیاته کړه چې د کابل ښار په بازارونو کې د قزاقي اوړو بیه د هغو د وارداتو ډېروالي له امله ټیټه شوې ده.
خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۲۵۰ څخه ۷۳۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۷۳۰ څخه ۵۷۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
نفتي توکي
په کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو لېتر پټرول په ٦۲ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ٦۳ افغانیو پلورل کېږي.
په همدې حال کې د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن لکه تېره شنبه د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.
اسعار
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۲مه د یوه ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP