Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پژواک تېره اونۍ د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): تېره اونۍ په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه، په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه او جرمني، جاپان او اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۲۵،۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ا.ا په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون ونه کړ؛ ایران: دا مو پر اړیکو اغېز نه لري
  • د افغانستان د روغتیا وزیر په هند کې د سنتي طب په دويمه نړۍواله سرمشریزه کې ګډون وکړ
  • افغان او هندي چارواکو په کابل کې د سنتي طب او څېړنیز مرکز پر جوړېدو خبرې وکړې.
  • په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
  • د افغانستان او قرغیزستان سوداګرو د ۱۵۶ میلیون ډالرو هوکړې وکړې.
  • جرمني، جاپان او اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۲۵،۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

پژواک هره اونۍ د خپلو خبرونو پر مټ په جنایي او امنیتي پېښو کې د مرګ‌ژوبلې شمېرې خپروي، خو په تېره اونۍ کې یې داسې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.

وړمه اونۍ بیا ځايي چارواکو ویلي وو چې په میدان‌وردګو کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي او په جوزجان کې یوه کس خپله خور وژلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

په تهران کې د افغانستان په اړه ناسته

تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب په تهران کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجکستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې له جوړېدو مخکې ویلي وو چې افغان حکومت ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو ګډون نه په‌کې کوي. د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل په یاده غونډه کې د نه ګډون د لامل په اړه ویلي وو چې د افغانستان اسلامي امارت د سازمانونو، بېلابېلو فارمټونو او دغه‌راز د دوه‌ اړخیزو میکانيزمونو له لارې د سیمې له ټولو هېوادونو سره دوامداره فعالې اړیکې لري او د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو د پراختیا برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي.

له یادې ناستې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا عمومي مدیر ویلي وو چې په تهران کې د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه کې د افغانستان د استازي نه ګډون د دواړو هېوادونو د روانو اړیکو او همکاریو پر بهیر کوم اغېز نه ‌لري.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یادې غونډې د پیل پر مهال په خپله وینا کې ویلي وو چې د افغانستان امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیمه توګه د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلي دي.

هند ته د افغان پلاوي سفر

تېره اونۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتیایي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ.

د راپورونو له مخې، د هند د روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې افغان لوري ته په سمبولیکه توګه د سرطان ضد درملو او واکسینونو له سپارلو خبر ورکړ او ویې ویل چې د درملو، واکسینونونو او ۱۲۸ سلایس لرونکي سی‌ټي‌سکن ماشین په ګډون مرستې افغانستان ته استوي.

دغه‌راز، مولوي جلالي په هند کې د سنتي طب په دويمه نړۍواله سرمشریزه کې – چې د نړۍ د ۱۰۰ هېوادو استازو، د ۲۳ هېوادو د روغتيا وزیرانو او د یو شمېر هېوادونو د روغتيا برخې متخصصینو او د روغتیا نړۍوال سازمان بېلابېلو چارواکو برخه لرله – هم ګډون وکړ.

د دغه سفر پر مهال، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د هند د طبیعي او سنتي طب (ایوش) له وزیر سره په کابل کې د سنتي طب او تحقیقاتي مرکز د جوړېدو، په دې برخه کې د متخصصینو د روزنې او دوه اړخیز هوکړه‌لیک په اړه خبرې کړې دي.

کابل ته د قرغیزستان پلاوي راتګ

تېره اونۍ د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بیکیت صدیکوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره په ګډه یې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانیسته.

صدیکوف ویلي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شي.

دغه‌راز، په کابل کې د افغانستان – قرغیزستان د سوداګریز تواصل ناستې پر مهال د افغان او قرغیزستاني سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۵۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګرېزې هوکړې لاسلیک شوې.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، له افغانستان سره جرمني دوه میلیون یورو او جاپان ۱۹،۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه. دغه‌راز، اروپايي ټولنې وویل چې په افغانستان کې یې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره پنځه میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.