Language

د کندهار په خاکرېز کې د خونې چت لوېدو پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کندهار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د ‎خاکرېز ولسوالۍ د دومندې برمې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده پېښه کې یوې مور او د هغې دوو اولادونو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په خبره چې یاد کور په معیاري ډول نه و جوړ شوی او د بارانونو له امله یې چت لوېدلی دی.