Language

افغان سرحدي پولیسو له ایران سره په پوله واورو کې بند پاتې مسافر ژغورلي

کابل (پژواک، ٣٠ لیندۍ ١٤٠٤): د افغانستان سرحدي پولیسو، د واورو او اورښتونو له امله له ایران سره په پوله بند پاتې لسګونه مسافر ژغورلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سرحدي ځواکونو د یادو کسانو د ژغورلو په اړه په وخت اقدام وکړ.
هغه وايي چې یادو لسګونه ژغورل شویو کسانو ته د سرحدي پولیسو د بندر مسوولینو له‌ خوا لومړنۍ طبي رسېدنه او لازمې مرستې هم برابرې شوې.
ده وویل: “د سرحدي پولیسو رهبري وایي زموږ هدف یوازې فزیکي سرحدونو نه بلکې د انسانیت، امنیت او ولسي خدمتونو ساتنه ده او منسوبین مو هر وخت د خلکو خدمت ته چمتو دي.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.