Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه چیني شرکت د غور د قیمتي ډبرو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

فیروزکوه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د یوه چیني شرکت مسوولینو د غور له والي سره په لیدنه کې د دغه ولایت د قیمتي ډبرو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د غور ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي، د یوه چیني شرکت مسوولین چې د سرو زرو کانونو برخه کې د پانګونې په موخه غور ته تللي وو، تېره شپه یې د دغه ولایت له والي مولوي حیات‌الله مبارک سره ولیدل.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې د چیني شرکت مسوولینو د خپل سفر موخه غور ولایت ته د عقیق او قیمتي ډبرو د پروسس فابریکې جوړول او لېږدول یاد کړي او د کانونو د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک، د ځای برابرولو او نورو اړینو اسانتیاوو برخه کې یې له ځایي ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د غور والي له یاد اقدامه هرکلی کړی او په دغه ولایت کې یې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی، دغه‌راز هغه ویلي چې ځایي اداره به د اړوندو ریاستونو په همغږۍ، د ا.ا د اصولو او پالیسیو سره سم هر اړخیزه همکاري وکړي.

د غور والي دغه‌راز د یاد شرکت له مسوولینو غوښتي چې د دغه ولایت د کانونو د هوکړه‌لیکونو لپاره د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت له لارې اقدام وکړي.

د یادونې ده، غور د هېواد له غرنیو ولایتونو دی چې ډېر کانونه لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېرو شرکتونو د دغه ولایت په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.