کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان او کویټ د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوستانه لوبه مساوي پای ته ورسېده او سبا دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تېره شپه له کویټ سره دوستانه سیالي ترسره کړه چې ۴ – ۴ مساوي پای ته ورسېده.
سرچینې لیکلي چې سید مرتضی حسیني، حمیدرضا حسیني او امید قنبري د افغان لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې سبا د یادو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د فوټسال ملي لوبډله اوس په کویټ کې د ۲۰۲۶ کال اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه تمریني کمپ ترسره کوي چې دغه دوستانه سیالۍ هم ړ یادو لوبو لپاره د چمتووالي برخه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP