Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوېلي افریقا کې پر یوه شراب‌خونه د وسله‌والو برید کې نهه کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴) د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا جوهانسبرګ ښار ته نږدې وسله‌والو په یوه شراب‌خونه کې پر خلکو ډزې کړې چې له امله یې نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د افریقا د سیمه‌ییزو پولیسو له قوله لیکلي چې وسله‌والو کسانو د دغه هېواد جوهانسبرګ ښار ته نږدې په یوه ښارګوټي کې پر شراب‌خونه برید کړی دی.

د راپور له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې یاده پېښه پرون شنبه پر ځايي وخت یوه بجه شوې ده.

سرچینې لیکلي چې بریدګر وروسته له سیمې تښتېدلي دي خو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.

پولیسو ویلي چې په دغه برید کې د ښکېلو کسانو د پیدا کولو لپاره لټون روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.