کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴) د افغانستان د وزلوبې (بزکشي) لیګ اووم پړاو سیالیو کې د سرپل او بدخشان لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالۍ د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۰مه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې دي.
د یما پټرول د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو کې د بدخشان، تخار، سرپل، سمنګان، بلخ، پنجشېر، بامیان، فاریاب، هرات، کندوز او بغلان لوبډلو برخه درلوده چې له ډلې یې د سرپل، بغلان، بدخشان او کندوز لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.
نن په دې سیالیو کې د بغلان او بدخشان، او همدارنګه د کندوز او سرپل لوبډلو ترمنځ نیمهپایلوبه ترسره شوه چې بدخشان بغلان ته ۳ پر یو او سرپل کندوز ته ۹ پر ۲ ماتې ورکړه او په دې توګه بدخشان او سرپل لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبه به سبا د بدخشان او سرپل لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP