Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې یو کس له ۴۰ میله کلاشینکوفونو سره نیول شوی

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کورنيو چارو وزارت وايي، په نيمروز کې یو کس له ۴۰ میله کلاشینکوفونو سره نیول شوی او د ۵۷ کیلوګرامه تریاکو او ۱۷۶ کارتنه انساني درملو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د نیمروز امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مربوطاتو کې یو کس له ۴۰ میله کلاشینکوفونو سره نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دغه‌راز، په خبرپانه کې راغلي چې د نیمروز پولیسو د هلمند ــ زرنج لویې لارې په اوږدو کې د پلټنو پر مهال یو کس چې غوښتل یې ۵۷ کيلوګرامه تریاک له هلمنده نیمروز ته قاچاق کړي، نیولی دی.

سرچينه زیاتوي چې د نیمروز د لویې لارې د لومړي کنډک منسوبینو بیا یو کس د ۱۷۶ کارتنه انساني درملو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.