Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د څلورو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «نینجا» رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): غزني کې د کابل په ګډون د څلورو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «نینجا» سبک رزمي ورزشونو لومړنۍ تشویقي سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د افغانستان د رزمي ورزشونو فدراسیون استازولۍ له خوا او د بدني روزنې، المپیک او ورزش امریت په همکارۍ د غزني ښار په دولتي جمنازیم کې ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې په یادو سیالیو کې ۱۱۰ ورزشکارانو په درېیو سني کټګوریو (نوي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو په پایله کې غزني لومړی، هرات دویم، کابل درېیم او پکتیا څلورم مقامونه خپل کړل.

د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ د استعدادونو پېژندنې، د نینجا ورزش ته د ودې ورکولو او د لوبغاړو هڅونې په موخه ترسره شوې.

یو شمېر لوبغاړو هم د دې ډول سیالیو د جوړښت له امله خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې دا ډول سیالۍ لوبغاړي هڅوي څو په راتلونکي کې ښه وځلېږي.

د یادوني ده، په پای کې د فدراسیون له لوري مخکښو ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او تقدیرنامې هم ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.