Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي د سرپل لوبډلې وګټله

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو په پایلوبه کې د سرپل لوبډلې بدخشان ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالۍ د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۰مه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې وې.

د یما پټرول د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو کې د بدخشان، تخار، سرپل، سمنګان، بلخ، پنجشېر، بامیان، فاریاب، هرات، کندوز او بغلان لوبډلو برخه درلوده چې د سرپل او بدخشان لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

په دغو سیالیو کې نن د سرپل او بدخشان لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې سرپل لوبډلې اووه پر سفر بدخشان ته ماته ورکړه او د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په دې تړاو جوړ شو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، دا د خوشحالی ځای دی چې د وزلوبې اووم پړاو لیګ سیالۍ په ښه شان ترسره شوې او نن د سرپل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو غوره چاپندازان به د ملي لوبډلې لپاره انتخاب شي څو له هېواده بهر په نړۍوال لوبو کې ولوبېږي.

د سرپل لوبډلې لوبغاړي پهلوان صلاح‌الدین پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې د دوی لوبډلې د وزلوبې سیالیو اتلولي وګټله.

هغه زیاته کړه، ده او د ټیم نورو لوبغاړو یې دغو سیالیو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې چمتووالی نیولی و او همدا لامل شو چې ښه نتیجه یې ترلاسه کړه.

نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دغه ډول نورې سیالۍ هم جوړې کړي څو وزلوبه په هېواد کې وده وکړي.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې بدخشان لوبډلې دویم او د بغلان لوبډلې درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.