کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې زدهکړه، لوبې او سالمه وده د ماشومانو بنسټیز حقونه بلل کېږي، په کابل ښار کې یو شمېر ماشومان د کورنیو مسوولیتونو او په بازار کې د کار کولو له امله ښوونځي ته له تلو او تفریح کولو بېبرخې دي؛ هغه چاره چې د ارواپوهانو په وینا، ښايي د هغوی پر رواني روغتیا او ودې ناوړه اغېزې ولري.
د نړۍوالو قوانینو، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ، ماشومان د زدهکړو، سالمې روزنې او تفریح حق لري. هغه ماشومان چې په کور یا بازار کې د کار کولو له امله له دغو حقونو بېبرخې کېږي، په حقیقت کې له خپلو مشروع انساني او شرعي حقونو محرومېږي او ټولنه او کورنۍ مسوولیت لري څو داسې چاپېریال برابر کړي چې ماشومان له فشار پرته زدهکړو، لوبو او سالم پرمختګ ته لاسرسی ومومي.
هغه ماشومان چې د سختو مسوولیتونو له امله د زدهکړو او تفریح له حقونو بېبرخې دي
د کابل یو اوسېدونکی محمدجمال (مستعار نوم) وايي: «زه مې د کورنۍ تر ټولو کوچنی ماشوم یم، د هر چا چې یو څه پکار شي نو پر ما غږ کوي، یوه دقیقه ناستی نه لرم. مور مې غږ راته کوي، پلار، خور مې، نیا او بابا مې، د هر چا چې یو څه پکار شي نو پر ما غږ کوي، هیڅ مې درس ويلو ته نه پرېږدي.»
د جمال له خبرو ښکاري چې په کور کې له ډېرو کارونو ستړی شوی. هغه زیاته کړه: «ډېر کله ښوونکي راته په غوسه کېږي، وهي مې او فکر کوي چې هسې ورځ تېروم او درس نه وایم.»
خو دا یوازې محمدجمال نه دی چې له دې ډول ستونزې سره مخ دی، بلکې نور ماشومان هم شته چې ورته ستونزې لري؛ د کورنیو له لوري د ماشومانو د وضعیت نه درک کول د دې لامل شوي څو هغوی له زدهکړو او تفریح بېبرخې شي.
بېوزلي او اقتصادي ستونزو ځیني ماشومان کار کولو ته اړ کړي چې په پایله کې له زدهکړو بېبرخې کېږي.
د کابل په کوڅو کې داسې ماشومان شته چې په بېلابېلو کارونو بوخت دي څو وکولای شي د یو څو افغانیو په پیدا کولو سره د خپلې کورنۍ په ورځینو لګښتونو کې ونډه واخلي.
د کابل په شهرنو کې د «برګ کانټینینټال» رسټورانټ مخې ته یو ماشوم له ښیښهيي تلې سره ناست و او هر لاروي ته یې په پرلهپسې ډول غږ کاوه: «خاله، ځان وتله، کاکا، ځان نه تلې؟ هله ځان وتلئ، یو کس په ۱۰ روپۍ؛ زما ماشین کمپیوټري دی، سم وزن ښيي.»
هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، همدا لنډې جملې یې په دوامداره توګه ویلې او هر لاروي ته یې په دقت کتل څو وکولای شي مشتري جذب کړي.
هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې مجبور دی په سړه او توده هوا کې کار وکړي او یو څو پیسې وګټي او له دې پرته د هغه پلار چې په همدې سیمه کې بوټونه ګنډي، نهشي کولای خپل کورني لګښتونه په یوازې ځان پوره کړي.
یاد ۱۱ کلن هلک چې د کابل ښار د یوه ښوونځي د څلورم ټولګي زدهکوونکی دی وایي: «هره ورځ سهار اووه بجې ښوونځي ته ځم او لس بجې چې له ښوونځي رخصت شم، کار ته راځم او د ماښام تر شپږو بجو پورې له خپل پلار سره یم، ځینې ورځې ۵۰ او ځینې ورځې ۳۰ روپۍ کار کوم او ځینې ورځې له دې زیاتې پیسې پیدا کوم.»
نوموړی چې له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار په تایمني سیمه کې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي وایي:«کله چې ماښام کور ته ځم، باید د کور ترڅنګ له جومات څخه د څښاک اوبه راوړم؛ ځکه چې زموږ په کور کې د نل اوبه نشته او د وچکالۍ له امله څا وچه شوې ده.»
د ژوند درنو مسوولیتونو د دغه هلک د زدهکړو او تفریح وخت ترې اخیستی او ان د خپل راتلونکي په اړه فکر هم نه شي کولای. هغه وایي، ډېرې ورځې په کورني د کار او درسونو ته د نه رسېدو له امله د خپلو ښوونکو له لوري رټل کېږي او ان ځیني وخت ښوونکو وهلی هم دی.
خو دا یوازې دغه هلک نه دی چې د ژوند ستونزو کار ته اړ کړی؛ بلکې ډېر نور هلکان هم شته چې په ښار او بازار کې کار کولو ته اړ دي څو د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ونډه واخلي.
۱۱ کلن حمزه یو بل هلک دی چې د کابل ښار په قلعه فتحالله سیمه کې ژاولې پلوري؛ ځکه د هغه پلار د سترګو لید له لاسه ورکړی او دی اړ دی چې کار وکړي.
حمزه او د هغه کشر ورور د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې ښوونځي ته ولاړ شي خو وایي چې مدرسې ته ځي او دیني علوم زده کوي.
حمزه او د هغه کشر ورور چې په همدې سیمه کې پلاستيکي کڅوړې پلوري، هره ورځ تر ۲۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
حمزه وایي، ډېره لېوالتیا یې درلوده چې د خپلو همځولو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووایي خو د ژوند ستونزو دا حق ترې اخیستی دی.
حمزه ماښام له پنځو بجو وروسته کور ته راځي، قرانکریم اخلي او له خپل کشر ورور سره مدرسې ته ځي.
دغه کوچنی هلک وايي: «کله چې د شپې له مدرسې څخه راځم، د ډېرې ستړیا له امله مې سمدستي خوب وړي.»
حمزه لېوالتیا لري چې وزګاره وخت کې فوټبال وکړي خو د کورنۍ د نفقې پیدا کولو مسوولیت د دغه ماشوم د لوبو او تفریح وخت هم ترې اخیستی دی.
هغه چې وایي، یوازېنۍ هیله یې د پلار د سترګو رغېدل دي، له اسلامي امارته غواړي چې له بېوزلو او اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
کارپوهان: د نن ورځې سالم ماشوم د سبا ورځې سالمه ټولنه جوړوي
یوه دیني عالم مفتي شمسالرحمان فروتن وویل: «حضرت محمد رسولالله (رص) د ماشومانو په اړه فرمایلي چې څوک چې زموږ پر ماشومانو رحم نه کوي او زموږ د مشرانو درناوی نه کوي، هغه له موږ څخه نه دی.»
هغه زیاته کړه، ماشومان دوه ډوله حقونه لري، یو مادي او بل معنوي؛ مادي حقونه دا دي چې د هغوی روغتیا، خوړو، جامو او د اوسېدو ځای ته پاملرنه وشي، معنوي حقونه دا دي چې د هغوی په غوږ کې اذان وشي، ښه روزنه ورکړل شي، پر اسلامي روحیه وروزل شي او دغهراز ښه نوم پرې کېښودل شي.
سرچینه وایي، کله چې د ماشومتوب له مرحلې څخه وځي، باید د هغه ښوونې او روزنې ته په سمه رسېدنه وشي څو په راتلونکي کې د انساني ټولنې د خدمت جوګه شي.
بلخوا، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګې استاد ډاکټر شرفالدین عظیمي پژواک ته وویل چې درانه کورني کارونه له بده مرغه پر ماشومانو ډېر منفي اغېز لري او د هغوی د رواني او ذهني ستړیا لامل ګرځي؛ ځکه د ماشوم مغز د ډېر فشار زغملو توان نه لري او ډیری د لوبو او زدهکړې لپاره جوړ شوی، نه د درنو کارونو او مسوولیتونو لپاره.
د هغه په وینا، هغه ماشومان چې په کور یا له کوره بهر کار کولو ته اړ کېږي، احساس کوي چې د نورو ماشومانو په پرتله لږ ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه، هغه ماشومان چې ډېر کار کوي، معمولا ډارن، زړهتنګي، اندېښمن او کمانرژي وي او برعکس هغه ماشومان چې تر لږ فشار لاندې وي، ډېر خوشاله او فعال وي. دغهراز هغه ماشومان چې درانه مسوولیتونه پر غاړه لري، تر ډېره پرخاشګر او غوسه ناک کېږي.
د عظیمي په وینا، د لوبو او تفریح نشتون د ماشوم پر وده جدي منفي اغېزې لري او د دې لامل ګرځي چې مغز سمه وده ونه کړي، ټولنیز مهارتونه په ښه ډول رامنځته نهشي، د احساساتو مدیریت ستونزمن شي او پر ځان باور کم شي؛ په پایله کې په لويوالي کې هم د ستړي، ناهیلي او بېانګېزې انسان په توګه راڅرګندېږي.
هغه له کورنیو وغوښتل: «ماشومانو ته له وخت مخکې د لویو کسانو کارونه مه ورسپارئ او د لويانو کارونه مه پرې کوئ. د ماشوم کار باید لوبه او زدهکړه وي، نه زیار، فشار او درانه مسوولیتونه … د نن ورځې روغ ماشوم د سبا ورځې سالمه ټولنه جوړوي.»
ورته مهال، یوه ارواپوه پروېز نوري وویل، د ودې د ارواپوهنې نوې موندنې ښيي چې که په کورنیو چارو کې د ماشوم ګډون محدود او د هغه د عمر او توان مطابق وي، ګټور تمامېدای شي؛ خو کله چې ماشوم اړ شي د یوه لوی انسان رول پر غاړه واخلي، دغه حالت د هغه د ودې په بهیر کې د جدي ستونزو لامل ګرځي.
نوموړي زیاته کړه، د ترسره شوو څېړنو له مخې د ماشوم کار هغه مهال زیانمن بلل کېږي چې د هغه د لوبو او زدهکړو مخه ونیسي، د ماشوم خوب ګډوډ کړي، رواني فشارونه رامنځته کړي، د لویانون رول ور په غاړه کړي او یا یې داسې کار ته اړ کړي چې د هغه له جسمي او رواني توان څخه پورته وي.
نوموړي تفرېح د ماشوم اساسي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، کورنۍ کولای شي ان په محدودو امکاناتو هم د خپلو ماشومانو رواني روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي؛ لکه هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو له ماشومانو سره خبرې وکړي، هغوی سره لوبې وکړي او په معقول حد کې د کورنیو چارو په ځینو مسایلو کې د هغوی نظر واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP