کابل: ( پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند کمپنۍ سیمه کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل ـ غزني د دویم لین سړک جوړ شوی پل پرانیستل شو.
د ټولګټو چارو وزارت تخینکي مرستیال مولوی عبدالکریم فاتح د یاد پله د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا مهال د هېواد ټول عواید په ښه ډول راټوليږي؛ ځکه فساد نشته دی.
دی وایي:«موږ په ډېر اخلاص سره د دغه پله پرانیسته کوو، د دې پل کار سږ کال پیل او بشپړ شو.»
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وویل چې دغه پل په لوړ کیفیت جوړ او چارې یې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، یاد پل ۵۶ متره اوږدالی، ۱۳.۵ متره سور لري چې پر جوړېد یې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د یاد پله د قراردادي شرکت مشر انجنیر شفیقالله یارمل وویل، یاد پل د نهو میاشتو په موده کې د قرارداد مطابق جوړ او نن ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړه، د کابل - غزني د دویم لین سړک چارې۶۰ سلنه بشپړ شوې او پاتې چارې به یې راتلونکی کال بشپړې کړي.
د یادې لویې لارې موټر چلوونکو د دغه پله له پرانیستې خوښي وښوده.
د درمحمد په نوم ټکسي چلوونکي وویل: «پخوا به به دې ځای ډېره ګڼه ګوڼه وه ځکه پل یو و او د موټر تګ راتګ پرې ډېر و.»
بل موټرچلوونکي سید عبدالولي وویل: «دلته به د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله په ساعتونو ساعتونو موټر ولاړ و، چې د دې پل په جوړېدو سره به دا ستونزه تر ډېره حل شي.»
دوی له اسلامي امارته مننه وکړه او د ورته لا ډېرو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP