غزني (پژاک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د کابل – کندهار لویې لارې د ۱۵ کیلومتره سړک د پراخولو چارې پیل شوې دي.
د غزني ښاروال مولوي سردار ولي ثابت نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه پروژه چې شاوخوا ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، له روضې تر سفندې سیمي پوري، پلې کېږي.
هغه وویل چې پر یاده پروژه ۲۵۰ میلیون افغانۍ لګښټ راځي چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.
نوموړي وویل، د دې سړک پراخېدل به نه یوازې د ترافیکي نظم په ټينګښت کې مرسته وکړي، بلکې د ښاري ښکلا او معیاري پراختیا ته به هم زمینه برابره کړي.
په ورته مهال، د یادې پروژې د تطبیق یوه انجنیر ضیافتالله عليزاده وویل، دا مهال د کابل–کندهار لویه لاره د غزني په محدوده کې دوه لینه ده، خو وايي چې دا سړک د وسایطو د ډېرې ګڼې ګوڼې لپاره بسنه نه کوي.
دی زیاتوي، چې د یادي پروژې له تطبیق سره به دوه نور لینونه هم ور زیات شي څو د ازدحام ستونزه له سره حل شي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي مقبولجان او موټر چلوونکي عبدالباري پژواک اژانس ته وویل، چې د سړک له پراخېدو سره به د سفرونو بهیر چټک، اسانه او خوندي شي.
د یادوني ده چې د کابل–کندهار لویه لاره نه یوازې یوه ټرانزیتي لاره ده، بلکې د هېواد د اقتصاد لپاره یوه مهمه لار ګڼل کېږي، چې پراخېدل به یې د سوداګرۍ په پراختیا، د ترافیکي پېښو په کمېدو او د هېواد د اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.
جمعه زاده
حسر
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP