لښکرګاه (پژواک، مرغومی ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند، مولوي نصیر احمد مهاجر پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ترافیکي پېښه نن غرمه مهال د سنګینولسوالۍ پر عمومي لار د یوه بار وړونکي ټېلر موټر او یوه موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې دوو مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی، یو نارینه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
هغه وویل، ټپیان د امنیتي مسوولینو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP