Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان دوو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د اوبو او برېښنا وزارت له یوه کورني خصوصي شرکت سره د جوزجان قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو ته د څه باندې ۱.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو پروژې تړون لاسلیک کړ.

د دغه قرارداد لاسلیکولو مراسم نن (سه‌شنبه) د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او د «کارپس سټېټ» شرکت ترمنځ د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شول.

د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ معینیت د نوې‌کېدونکې انرژۍ عمومي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني په دې ناسته کې وویل، د دې پروژې تړون د ۲۸.۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت چې معادل یې یو میلیارد او ۸۸۶ میلیون افغانۍ کېږي، د دغه وزارت او د «سټېټ کارپس» په نوم د یوه خصوصي کورني شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په پلې ‌کېدو سره به د جوزجان د قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو نږدې ټولو کورونو ته برېښنا ورسېږي.

هغه وويل چې د جوزجان له مرکزه ۸۵.۴ کيلومتره لرې د دغه ولايت قوش‌تيپې او درزاب ولسواليو ته د برېښنا لېږد، د سب‌سټېشنونو جوړول او په دغو دوو ولسواليو کې د برېښنا د وېش شبکو جوړول، د یادې پروژې له مهمو برخو دي.

د «سټېټ کارپس» شرکت استازي علاوالدین سلیم هم له رسنیو سره په خبرو کې دغه پروژه مهمه او حیاتي وبلله.

هغه څرګنده کړه چې دغه پروژه به په درېیو کلونو کې بشپړه شي.

هغه زیاته کړه: «د دې پروژې اصلي برخې د ۸۵ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټه مزي غځول دي چې له شبرغانه قوش‌تیپې او وروسته درزاب ولسوالۍ ته لېږدول کېږي. دغه‌راز، په قوشتېپه او درزاب ولسوالیو کې د دوو سب‌سټېشنونو او د برېښنا د وېش شبکو جوړول دي.»

هغه وویل چې د بهرنیو شرکتونو په پرتله کورني خصوصي شرکتونه د پروژو عملي کولو ته ډېر ژمن دي او دا ځل هم د دې پروژې پلې کولو کې خپله ژمنتیا څرګندوي.

د یادولو ده، د اوبو او برېښنا ‎ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د هېواد د کانونو له عوایدو تمویلېږي او یاد شرکت باید ۴۷ زره کورنیو ته برېښنا ورسوي.

د اوبو او برېښنا وزارت له «سټېټ کارپس» شرکته غوښتي څو دغه پروژه له تړون سره سمه او پر ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه کړي او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.