Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې شپږ زره رواني ناروغان سرې میاشتې ته معرفي شوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې د دغه وزارت منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې شپږ زره رواني ناروغان له پېژندلو وروسته د سرې میاشتې ریاستونو ته معرفي کړي دي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې د اسلامي امارت مشرتابه د رواني ناروغانو د تخصصي درملنې زمینې برابرولو په موخه د امر بالمعروف وزارت مسوولینو او منسوبینو ته د یوه حکم له لارې سپارښتنه وکړه څو پر رواني اختلالاتو اخته ناروغان وپېژني او د درملنې لپاره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاستونو ته ور معرفي کړي.

د امر بالمعروف وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد حکم له صادرېدو وروسته د دغه وزارت منسوبینو د رواني ناروغانو د پېژندنې بهیر پیل کړ چې په پایله کې یې تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۷۸۱ رواني ناروغان پېژندل شوي او د روغتیايي مراقبتونو لپاره د افغاني سرې میاشتې ریاستونو ته سپارل شوي دي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خیبر ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ریاستونو همکاري او د دغه وزارت د منسوبینو هڅې د دې لامل شوې څو روغتیايي خدمتونو ته د رواني ناروغانو د لاسرسي زمینه برابره شي.

هغه ډاډ ورکړی چې د رواني ناروغانو د درملنې بهیر په جدي ډول دوام لري او هڅه کېږي چې هغوی ته اړین خدمتونه وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.