Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۸۴ زره ټنه انتقالات شوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د روان کال په تېره لېندۍ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۶۸۴ زره ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

یاد وزارت نن (سه‌شنبه، د مرغومي۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نږدې ۴۹۰ زره ټنه د حیرتان بندر له لارې، څه باندې ۵۰ زره او ۷ سوه ټنه د اقینې بندر له لارې، نږدې ۷۴ زره او ۹۰۰ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او څه باندې ۶۸ زره او ۸۰۰ ټنه توکي د خواف – هرات له لارې هېواد ته وارد او یا هم صادر شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دغو توکو کې نفتی، غیرنفتي او نور توکي شامل دی.

دغه‌راز، وزارت څرګنده کړې چې ۱۵۸۱ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي

سرچینې لیکلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات زیاتېږي، هماغه اندازه د کارموندنې فرصتونه رامنځته کېږي، ملي عواید لوړېږي او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان‌بسیاینې پر لور لار هوارېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.