فراه (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د فراه امنيتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري وایي چې یاده شخړه تېره ورځ مازدیګر د دغه ولايت د مرکز اړوند په کاریز جلال سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه شخړه د خپلوۍ اړیکو او مسایلو پر سر د اختلافاتو له امله د دوو کورنیو د غړو ترمنځ شوې چې په پایله کې یې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د دې قضیې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
هغه دغهراز وویل چې په وژل شوو کسانو کې درې د یوې کورنۍ او یو د مقابلې کورنۍ اړوند دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP