Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسکو کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په یوه چاودنه کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن په یوه راپور کې د روسیې د پلټنو کمېټې له قوله لیکلي چې د مسکو ښار په سوېلي برخه کې د چاودنې له امله د ترافیکو پولیسو دوه افسران او یو بل کس وژل شوي دي.

په راپور کې د روسیې د پلټنو کمېټې په حواله راغلي، دغه چاودنه تېره شپه هغه مهال وشوه، کله چې د ترافیک پولیسو غوښتل یو مشکوک کس ونیسي.

سرچینې لیکلي، دغه پېښه په مسکو کې د هغې چاودنې ځای ته نږدې شوې چې د روانې اونۍ په پیل کې یو روسی جنرال په‌کې وژل شوی و.

سرچینې د معلوماتو له مخې، سیمه د پولیسو له لوري کلابنده شوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د یادونې ده، دوه ورځې مخې هم په مسکو کې د یوې چاودنې له امله د روسیې یو نظامي جنرال وژل شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.