Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ درې اړخیزې لوبې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له زمبابوې سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): ټاکل شوې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د کرکټ په درې اړخیزو سیالیو کې نن خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د زمبابوې له لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان، زمبابوې او پاکستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ نن د زمبابوې په کوربه‌توب پیلېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې له زمبابوې سره د افغان لوبډلې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د هغه هېواد د پلازمېنې هرارې د سپورټ کلب لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو درې اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د ډسمبر په ۲۷مه له پاکستان سره، درېیمه به بیا د ډسمبر په ۳۱مې له زمبابوې سره او خپله وروستۍ او څلورمه لوبه بیا د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په دویمه له پاکستان سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.