کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د توریزم او هوټلدارۍ انسټيټیوټ مسوولین وایي چې په لومړي ځل له دغه انسټیټوټه ۲۷ کسان فارغ شول.
د دغو فارغینو د فراغت مراسم نن (پنجشنبه) په کابل کې د توریزم او هوټلدارۍ په انسټيټیوټ کې ترسره شول.
د توریزم او هوټلدارۍ انسټيټیوټ امر مولوي محمدزمان ناصري په یادو مراسمو کې وویل چې دغه انسټيټیوټ په ۱۳۹۱ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معینیت په هڅو جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه انسټيټیوټ په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله لږ فعالیت درلود او خلکو ته یې لازم خدمات نه شو وړاندې کولای.
نوموړي زیاته کړه، دغه انسټيټیوټ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ۱۴۰۲ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو بېرته فعال شو او محصلین یې جذب کړل.
ناصري وویل، د اداري چارو او نصاب له تنظیم وروسته محصلین جذب او سږ کال د ګرځندوي او هوټلدارۍ له دوو څانګو ۲۷ کسان فارغ شول.
د ناصري په وینا، په انسټيټیوټ کې داسې محصلین هم شته چې اوس په ۱۳ام ټولګي کې زدهکړې کوي.
نوموړي د لیلیې نشتون او د ښوونکو کمښت د دغه انسټيټیوټ ستونزې یادې کړې او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته یې د حل غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني په دغو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې ځوانان وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، سیاحت او ګرځندوی د نړۍ د اقتصاد یو مهم سکټور دی او افغانستان هم باید په دې برخه کې خپل چمتووالی ولري.
نوموړي ټینګار وکړ چې مسلمان او غیرمسلمان سیلانیان د افغانستان د خلکو مېلمانه دي او باید ښه مېلمنهپالنه یې وشي څو نړۍ ته د افغانستان ښه انځور وړاندې شي.
ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال په دې غونډه کې وویل چې د دغه انسټيټیوټ فارغین باید سیلانیانو ته افغانستان په سمه توګه ور وپېژني.
هغه له سیاحتي او زیارتي شرکتونو وغوښتل چې د دغه انسټيټیوټ فارغین جذب کړي؛ ځکه چې دغه کسان مسلکي دي.
د کابل ښار د سیاحتي او درملیزو شرکتونو اتحادیې رییس احمدسیر رحیمي وویل، هیله لري چې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټيټیوټ لا پراختیا ومومي او نور محصلین ترې فارغ شي.
د هغه په وینا، افغانستان د هوټلدارۍ او سیاحت په سکټور کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري او د دغه انسټيټیوټ شتون اړین دی.
احمدمسعود چې د ګرځندوی څانګې له توریزم دی وویل، دوه کاله یې په دې رشته کې زدهکړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، دا رشته یې ځکه انتخاب کړې څو سیلانیانو ته د افغانستان رښتینی انځور او کلتور وروپېژني.
نوموړي وویل چې په هر سمسټر کې یې اته تخصصي او فرعي مضمونونه لوستل.
هغه له سیاحتي او زیارتي شرکتونو وغوښتل چې خپلو شرکتونو ته مسلکي او تجربهلرونکي کسان جذب کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP