Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فاریاب د بندر ولسوالۍ مواصلاتي سړک د لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې

میمنه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): فاریاب کې مسوولین وایي چې د ۶۰۴ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د بندر ولسوالۍ مواصلاتي سړک د لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې.

د فاریاب د ټولګټو رییس مولوي حمیدالله دانش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د نوې تاسیس شوې بندر ولسوالۍ لپاره په ټوله کې ۴۰ کیلومتره سړک منظور شوی چې د ۲۰ کیلومتره لومړي فاز قرارداد یې د ۶۰۴ میلیون افغانیو په ارزښت له دوو ساختماني شرکتونو (حنظله بادغیس او ایکرو) سره شوی او د جوړولو چارې یې نن پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه سړک دویم فاز په تدارکاتو مرحله کې دی.

دانش وايي، د بندر سړک له پليو لارو سره ۹ متره سور لري او د جوړولو او پخولو چارې به یې د  راتلونکو ۲۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د بندر ولسوال قاري عبدالناصر جامع وویل چې دغه ولسوالي په تېرو ۵۰ کلونو کې د سړک له نعمته بې‌برخې وه؛ شپږ میاشتې د واورو د ورښت له امله لارې بندې وي او په نورو شپږو میاشتو کې موټر په سختو او خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې په ځلونو پرې زړه‌بوږنوونکې ترافیکي پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د کوهستان خلکو پوخ سړک په خوب کې هم نه لیده؛ د والي د هڅو او د اسلامي امارت د مشرتابه د منظورۍ له برکته دا خوبونه پر واقعیت بدل شول او نن زرګونو کسانو د سړک د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود.»

د بندر ولسوالۍ یو ځوان عبدالبصیر زروان وویل چې نن حکومتي مسوولینو د کوهستان د سلګونو محرومو خلکو په منځ کې حضور پیدا کړ او د دې ولسوالۍ د سړک جوړولو چارې یې رسماً پیل کړې.

د یادونې ده، بندر ولسوالي د فاریاب د مرکز میمنې ښار سوېل ته په شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، له ټولو ټولنیزو او رفاهي خدمتونو بې‌برخې ده او تر اوسه یې ان هيڅ دولتي اداره ودانۍ نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.