Language

نایجریا کې یوه جومات کې چاودنه؛ پنځه کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د نایجریا د شمال‌ختیځ بورنو ایالت په مرکز مایدوګوري ښار کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د لمانځه پر مهال د مایدوګوري ښار په ګامبورو بازار کې شوې ده.

په راپور کې راغلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه احتمالاً یو «ځانمرګی» برید و.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بورنو ایالت د پولیسو ویاند نهوم داسو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.