کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارد افغانیو په لګښت د نهو سترو برېښنايي پروژو له ډلې پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د څلورو نورو پروژو چارې پیل شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو جوړ شوي وو، یادې پروژې یې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې ویې ویل چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شي.
هغه دغهراز وویل چې سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیزې ساحې به له دې برېښنا برخمنې شي او افغانستان به د هېواد دننه باثباته برېښنا ته لاسرسی ومومي.
برادر ټولو هغو پانګهوالو ته چې د سړو خونو جوړولو برخه کې پانګونه کوي، زېری ورکړ چې له یوې خوا به د پنځو کلونو لپاره له مالیې معاف وي او له بلې خوا به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول شرایطو کې د هغوی لپاره دایمي برېښنا تامین کړي.
نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې له یاد فرصته ګټه واخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغهراز له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د محدودوونکو سیاستونو پر ځای دې له افغانستان سره د تعامل سیاست غوره کړي او د دغه هېواد اوسنی امنیتي ثبات دې د یوه مهم فرصت په توګه په پام کې ونیسي.
ملا برادر زیاته کړه چې نړۍ باید له اسلامي امارته د ارزښتونو پر سر د تعامل تمه ونه لري.
د هغه په وینا، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست تعقیبوي او اصلي تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي ودې، امنیتي ثبات او ښې حکومتدارۍ دی.
په پای کې، ملا عبدالغني برادر اخند د قراردادي شرکتونو له مسوولینو او تخنیکي ټیمونو وغوښتل څو د نوو پیل شوو پروژو کارونه په بشپړ کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.
د ویلو ده، له ترکمنستان څخه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د ۱۳۰ کیلومتر په اوږدوالي غځول او د کرخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبستېشنونو جوړول هغه پروژې دي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او له لارې یې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي.
دغهراز، په نوو پیل شوو پروژو کې د پل هاشمي سبسټېشن جوړول، د کب د ۲۴مې د شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن مزي جوړول او دغهراز د پل هاشمي، نورالجهاد او د کب د ۲۴مې د شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا د انتقال مزو غځول شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP