Language

فراه کې د غوړیو د احتکار له امله څلور لوی ګودامونه تړل شوي

فراه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د غوړیو د احتکار او په لوړه بیه د هغو د پلور له امله د توکو ساتلو څلور لوی ګودامونه تړل شوي دي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې یاد ګودامونه په فراه ښار کې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېټې له لوري تړل شوي؛ ځکه چې مالکانو یې غوړي د ټاکل شوې نرخ‌نامې له په پام کې نیولو پرته په لوړه بیه پر هټۍوالو پلورل.

په خبرپاڼه کې د یادې کمېټې د غړو له قوله راغلي چې هيڅوک حق نه ‌لري د احتکار په موخه توکي زېرمه کړي او یا یې د ټاکلو نرخونو خلاف وپلوري.

د هغوی په وینا، د بیو د کنټرول لپاره به دا ډول څارنې په لا ډېر جديت سره دوام ولري.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز زیاته شوې چې د یادو ګودامونو مالکانو نه یوازې غوړي په لوړه بیه پلورل، بلکې د احتکار اقدام یې هم کړی و.