ابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د کورنيو چارو وزیر د پولیسو ملي اکاډمي د محصلینو فراغتغونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم یاد کړي ویلي، که هر څوک بېاعتمادي او غلط فهمي لري، د حل لپاره یې د خبرو دروازې پرانیستې دي.
د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي چې تېره ورځ د پولیسو ملي اکاډمۍ د شپاړسمې دورې (۱۴۰۴ کال) د ٨٩١ محصلینو فراغتغونډه ترسره شوه.
هغه زیاته کړې چې دغه شمېر محصلین د امني، جنایي، لوژیستیک، محابس او ترافیک له څانګو فارغ شوي او د کورنیو چارو وزارت اړوند برخو کې به پر دندو وګومارل شي.
د یادو افسرانو په فراغتغونډه کې د کورنيو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، پخوا له وسلې پرته دلته ژوند کول ډېر ستونزمن و؛ د ځان ساتلو په موخه به خلکو ته ځان ته «اربکیان» جوړول.
هغه ویلي: «خو نن ګورو چې مشران ملګري او مسوولین ملګري له وسلې پرته په وطن کې ګرځي… که چېرې زموږ په پولیسو کې کمتري او کمزوري موجوده وای؛ پوځ کې موجوده وای، نو موږ به د داسې امنیت لیدونکي نه وو.»
حقاني فارغو محصلینو ته په خطاب کې ویلي: «زموږ او تاسو امنیت به هله ښه کېږي، کړه وړه به مو هله موثر کېږي چې په پوره معنا د الله تعالی (ج) او رسول الله (ص) د اوامرو پابندي وکړو… پر ځانو به نه غوره کېږو، نه به زه غوره کېږم، نه به بل څوک غوره کېږي چې دا زما کمال ده.»
د کورنيو چارو وزیر زیاته کړې: «د عاليقدر امیرالمومنین صاحب حفظهالله او د رییسالوزراء صاحب حفظهالله او پخپله د داخلې وزارت هدایت او فرامین چې تاسو ته رسېږي، د هغو په تطبیق کې په تفاهم سره ښه توجه کوئ، تر اوسه پورې الحمدالله کوم شکایت موږ نه دی اورېدلی چې د اسلامي امارت د مشرتابه، عاليقدر امیرالمومنین صاحب حفظهالله په فرامينو کې کومه سستیا او کوتاهي راغلي وي، یا کومه کمتري راغلي وي.»
هغه له فارغو کسانو وغوښتل چې له ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.
د نوموړي په خبره: «ملت له یو تشویش سره مخ کېږي وخت په وخت، د هغه په بنا باندې کله ناکله داسې تهدیدات چې دغه مملکت ته متوجې کېږي، د هغو د حل کولو لپاره زموږ جناب مشر حفظهالله او مشران دې ته متوجه دي چې اوسنۍ ستونزې چې کومې جوړې شوې، د هغو ستونزو لپاره یو معقول حل، یوه تګلاره، یوه طریقه داسې جوړه شي چې موږ له دنیا سره په اینده کې په داسې غلط فهمۍ کې ونه لوېږو چې د افغانستان خلکو ته د یوه تهدید او امنيتي ستونزې په نظر ورته وګوري، نه.»
دی وايي: «اوسنی افغانستان چې کومه تفاهمنامه وکړه، د لويو ځواکونو، د امپراطورانو د خلاف شل کلني جهاد په دوره کې، چې هيڅ په عالم اسباب کې د دې امکان نه و چې موږ دې په دې کمروزي ملک، موږ دې په دې کمزورو امکاناتو باندې دا خپل افغانستان له اشغاله خلاص کړو، موږ دلته یو سپېڅلی او پاک نظام راولو. د دې ټولو با وجود، موږ امریکا + ناټو خبرو ته هم کېناستل، هلته چې کوم تعهد مو وکړ، کوم توافق مو وکړ، پر دې باندې چې د اینده لپاره به افغانستان د چا لپاره تهدید نه وي، په دا خپله ژمنه او وعده باندې ولاړ یو او کوښښ کوو په عمل کې یې وښیو.»
د کورنيو چارو وزیر وايي: «دا وعده مو چې کړې ده، د هغې وعدې په نتیجه کې دا شته ستونزې چې کومې په افغانستان کې دي، د دې لپاره، د خبرو لپاره دروازې بندې نه دي، موږ په دې لګيا یو چې په یوه معقوله طریقه باندې هغه بېاعتمادۍ یا غلط فهمۍ چې له هر چا سره وي، انشاءالله په معقوله او مشروع طریقه مشکل ورسره حل کړو.»
حقاني وايي: «دا دومره بېکفایته نظام او بېپوښتنې نظام نه دی چې د دغه ملت پوښتنه ونه شي کړی، که نن ټانک، توپ، طیاره، دفاع، هوايي دفاع، زميني دفاع زموږ کمروزي وي، خو الحمدالله عزم او اراده ډېر مضبوط دي؛ په دې موږ تاسو ته اطمینان درکوو چې تشویش مه کوئ، له هيچا نه تشویش مه کوئ؛ موږ الحمدالله په دې خپل عزم کې امتحان ورکړی دی.»
حقاني د یاد وزارت اداري معينيت ته سپارښتنه وکړه چې تازه فارغ شوي ٨٩١ افسران په اړوندو مسلکي برخو کې پر دندو وګوماري.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمتالله نجیب یادې غونډې ته ویلي چې د دغه وزارت اړوند ګڼې نورې تعليمي ادارې هم شته او هڅه کوي چې د ولس د خدمت لپاره مسلکي پولیس وروزي.
هغه زیاته کړې: «دا هغه پولیس دي چې تاسو اطمینان ورباندې کولای شئ، دا هغه پولیس دي چې ستاسو خدمت کولای شي، دا هغه پولیس دي چې له برکته یې تاسو په خپلو کورونو کې ارام استراحت کولای شئ او دغه پولیس به ستاسو خدمت کوي.»
د یاد وزارت اړوند د پولیسو عمومي اکاډمۍ قومندان قاري عبدالله ویلي چې دا مهال د پولیسو اکاډمي د لیسانس په پنځو او د ماسټرۍ په دوو څانګو کې فعالیت لري چې په نږدې راتلونکې کې به د ماسټرۍ دوه نورې څانګې او د نړۍوالو ژبو انسټيټيوټ هم پهکې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP