کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د قزاقستان سفیر د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا په موخه په افغانستان کې یو ۲۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړ کړي.
د بلخ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدیوسف وفا د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بلخ والي د قزاقستان سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي چې افغانستان له نږدې څلورو لسیزو جګړو وروسته د بیارغونې او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره هر اړخیزې او رغنده اړیکې ټینګې کړي.
بلخوا، د قزاقستان سفیر هم له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، د قزاقستان سفیر ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو ۲۰۰ بستریز معیاري روغتون او دغهراز یو شمېر معیاري ښوونځي جوړ کړي.
د بلخ ولایت مقام په دې اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
سرچینه دغه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د افغانستان د وګړو روغتیایي او ښوونیزې ستونزې راکمې او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د بشري همکاریو نوی پړاو پیل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د قزاقستان چارواکو ویلي چې د یاد سفر موخه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره د عملي ګامونو اخیستل او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو ارزونه بلل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP