کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په هند کې په یوه مسافر وړونکي بس کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې دا پېښه د هند سوېل کې د چیتردورګا ولسوالۍ په ګورلاتو سیمه کې شوې ده.
په راپور کې راغلي، پېښه وروسته له هغه چې یو باروړونکی موټر له یاد مسافر وړونکي بس سره ټکر وکړ، رامنځته شوه.
هندي چارواکو اعلان کړی چې په دغه بس کې ۳۲ مسافر سپاره وو چې د ټکر له امله بس اور اخیستی او ډېری مړه شوي کسان د موټر دننه ژوندي سوځېدلي دي.
د راپور له مخې، دا یو «بستر لرونکی» بس و او د سیمې پولیسو ویلي چې ځیني ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ښايي د قربانیانو شمېر زیات شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP