Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تیر یوه کال کې په ترکیه کې له ۴۲ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي

کابل (پژواک، ۵ مرغومې ۱۴۰۴): د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې تېر یوه کال کې په دغه هېواد کې ۱۵۲ زره کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي چې تر ۴۲ زرو ډېر یې افغانان دي.

د یادې ادارې د اعلامیې له مخې، د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله په دغه هېواد کې تر ۱۵۲ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له یادې ډلې تر ۴۰ زرو ډیر یې افغانان دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، له افغانانو وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر نیول شوي کسان د سوریې، اوزبېکستان، ترکمنستان او ایران اتباع دي.

د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې څانګې د یوې نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو ډېرو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شوو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.

سرچینې لیکلي چې دا شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د بېلابېلو هېوادونو د رسمي سرشمېرنو پر بنسټ راټولې شوې دي.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.

په راپور کې راغلي چې په ایران کې نږدې دوه نیم میلیونه ثبت شوي افغانان مېشت دي خو ایراني چارواکي وايي چې واقعي شمېر تر دې لوړ دی.

سرچینه زیاتوي چې ورپسې پاکستان دی چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره افغان کډوال په کې ژوند کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.