جلالاباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې «درې غله چې غوښتل یې یو موچلوونکی ووژني او موټر یې له ځان سره بوزي»، نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یادو کسانو یو ملکي وګړی چې د مزدورۍ په موخه یې موټر چلولو، له ښاره د رینګروډ په لور بیولی و او د هغه د وژنې او د موټر د تښتولو نیت یې درلود، امنیتي ځواکونو د پر وخت اقدام په ترڅ کې د پېښې مخه نیولې ده.»
خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو یو میل تومانچه او موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي.
د سرچینې په خبره، نیول شوي کسان به د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP