کابل (پژواک، ۶مه ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، اسلامي امارت له تاجکستان سره پر پوله د وروستیو پېښو په تړاو څېړنې پیل کړي دي.
هغه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځې (د مرغومي شپږمه) په مناسبت نن په کابل کې جوړې شوې ناسته کې ویلي چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي او داسې فضا رامنځته کړي چې وضعیت بېثباته وښيي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د بدخشان په ګډون د هېواد په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ دی او اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره همکاري لري.
د راپورونو له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې سرحدي ځواکونو ویلي چې د تېرې پنجشنبې په شپه د تاجکستان د سوېلي شمسالدین شاهین ولسوالۍ اړوند د «سرچشمه» سرحدي پوستې په سیمه کې، له افغانستان سره پر پوله د یوې وسلهوالې ډلې له غړو سره د نښتې پر مهال د تاجکستان دوه پوله ساتونکي وژل شوي دي.
راپورونه ښیي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان او تاجکستان پر پوله په دوو بېلابېلو بریدونو کې پنځه چينايي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.
د راپورونو له مخې، تر دې وروسته، افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې پر هغه پټنځای عملیات تر سره کړل چې د دغه ولایت له سرحدي سیمو د تاجکستان په خاوره کې پر چینایانو په ترسره شویو بریدونو کې ښکېل ځینې مشکوک کسان په کې وو.
د سرچینو په خبره، د عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو نظامي مهماتو سره نیول شوی و.
سرچینو ویلي و چې د بريد په اړه د ځانګړو تحقيقاتو پايلې او د نيول شوي کس لومړنيو اعترافاتو څرګنده کړې وه چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر جوړ شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP