Language

لوګر کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه

پل‌علم (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د لوګر د سرې میاشتې ټولنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه.

د لوګر د سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي میرهاشم حزب‌الله په دې اړه جوړه شوه غونډه کې وویل چې دغه مرستې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او درېیو ولسوالیو کې پر راستنو شوو کډوالو کورنیو ووېشل شوې.

نوموړي زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې او هڅې روانې دي څو پاتې او تازه راستنو شوو کډوالو ته هم د مرستو لړۍ وغځول شي.

ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ريیس شهاب‌الدین دلاور وویل چې دا ټولنه د راستنو شوو کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي او پراخ بشري پروګرامونه لري او د نن ورځې نغدي مرسته هم د همدې هڅو عملي بېلګه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې بېرته راستانه شوي کډوال مرستو ته جدي اړتیا لري او اړینه ده چې د حکومتي ادارو ترڅنګ نړۍوال بنسټونه هم هر اړخیزې مرستې ورسره وکړي.

د یادونې ده، شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د سرې میاشتې ټولنې له لوري په دغه ولایت کې پر ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو نغدي مرسته وېشل شوې وه.