Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د «پامیر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د بدني روزنې او سپورت امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې د «نیایش مطبعه» تر نامه لاندې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز کې پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو پایلوبه د «پامیر» او «خراسان» لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پایله کې پامیر لوبډلې خراسان ته ۵ – ۲ ماته ورکړه او د دغو لوبو اتلولي یې ترلاسه کړه.

د بلال په خبره، په دغو سیالیو کې خراسان لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو یوه ګډونوال اسدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د المپيک امریت له لوري په دغه ولایت ‎کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ په بریالیتوب ترسره شوې.

د یادولو ده چې د سیالیو په پای کې د المپیک له لوري غوره ټیمونو ته جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه هم ډالۍ شول.‎

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.