کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، افغان چارواکو وویل چې نړۍ دې د فشارونو پر ځای له ا.ا سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او که هر څوک بېاعتمادي او غلط فهمي لري، د حل لپاره یې د خبرو دروازې پرانیستې دي، او په پاکستان کې بیا د علماوو یوې ناستې له کابل او اسلاماباد څخه وغوښتل چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د پاکستان علماوو د خبرو له لارې له افغانستان سره د ترینګلتیاوو د حل غوښتنه وکړه.
- د کوزې پښتونخوا يو شمېر پښتنو مشرانو له پاکستانه وغوښتل چې د سپینبولدک – چمن لار پرانيزي.
- ملا برادر: نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای له ا.ا سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي
- حقاني: اوسنی نظام داسې نظام نه دی چې د ملت پوښتنه ونه شي کړای
- مولوي عبدالکبیر: په تېرو څلورو کلونو کې ۶،۸ میلیون کډوال راستانه شوي او ۱،۳ میلیون خلک په کور دننه بېځایه شوي.
- م.م: له ۲۰۲۳ کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو په کر او تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی؛ ا.ا یې هرکلی وکړ.
- په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت ځنډوي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي وو.
تېره اونۍ د فراه امنيتي مسوولینو وویل چې د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.

پژواک هره اونۍ د خپلو خبرونو پر مټ په جنایي او امنیتي پېښو کې د مرګژوبلې شمېرې خپروي، خو په وړمه اونۍ کې یې داسې کوم راپور نه و ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د نړۍوالو اړیکو په اړه د ا.ا د مشرانو څرګندونې
تېره اونۍ د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو د چارو د پیل مراسمو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د بېځایه بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې لا نرمې او پراخې کړي.
دغهراز، تېره اونۍ، د افغانستان د کورنيو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو ملي اکاډمي د محصلینو فراغتغونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم یاد کړي وویل، چې وخت ناوخت افغانستان ته "ګواښونه" متوجه کېږي چې ملت په اندېښنه کې اچوي.
خو هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرانو دې ته ورپام دی او هغوی غواړي چې اوسنیو ستونزو ته یو داسې "معقول حل" راوباسي چې "موږ له دنیا سره په راتلونکي کې په داسې یوه غلط فهمۍ کې ونه لوېږو چې افغانستان ته خلک بیا د تهدید، ناامنۍ او ستونزې په نظر وګوري."
د کورنیو چارو وزیر له امریکا سره د دوحې تړون او هلته کړو ژمنو ته په اشاره وویل چې "په افغانستان کې د شته ستونزو" حلولو لپاره "د خبرو دروازې بندې نه دي. "
هغه زیاته کړه: «موږ په دې لګيا یو چې په یوه معقوله طریقه باندې هغه بېاعتمادۍ یا غلط فهمۍ چې له هر چا سره وي، انشاءالله په معقوله او مشروع طریقه مشکل ورسره حل کړو.»
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «دا دومره بېکفایته او بېپوښتنې نظام نه دی چې د دغه ملت پوښتنه ونه شي کړای، که نن ټانک، توپ، طیاره، دفاع، هوايي دفاع، زميني دفاع زموږ کمروزي وي، خو الحمدالله عزم او اراده ډېر مضبوط دي؛ په دې موږ تاسو ته اطمینان درکوو چې تشویش مه کوئ، له هيچا نه تشویش مه کوئ؛ موږ الحمدالله په دې خپل عزم کې امتحان ورکړی دی.»
د افغانستان او پاکستان اړيکې
تېره اونۍ، د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د پاکستان د علماوو د یوې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د اختلافاتو د هواري یوازېنۍ دوامداره او عملي لار د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي.
هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو چارواکي باید د ټولو ستونزو لپاره مثبت او عملي حللارې ومومي څو د «دوو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو» ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځي او د تګ راتګ او سوداګرۍ د دوام زمینه برابره شي چې دا د دواړو لورو په ګټه ده.
دغهراز، د کوزې پښتونخوا په چمن ښار کې يو شمېر پښتنو مشرانو هم د پاکستان له حکومته غوښتي چې د ډيورند پر کرښه د سپینبولدک – چمن لار د سوداګرۍ پر مخ پرانيزي، څو فرضي کرښه کې ولاړ سوداګریز موټر تګ راتګ وکړي.
نږدې دوه میاشتې مخکې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل چې د اسلامي امارت ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل؛ له دې ترینګلتیا وروسته د کابل او اسلاماباد ترمنځ په قطر، ترکیه او سعودي عربستان کې څو ځلې مذاکرات وشول خو مثبته پایله یې ور نه کړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو پر هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي. پاکستان تر اوسه څو ځلې اوربند مات کړی دی.
افغان کډوال
تېره اونۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي چې لا هم پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک نامعلوم دی، د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی او په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه کړای شوي دي.
دغهراز، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر سره په ليدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.
تېره اونۍ، بیا په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسین مرتضوي د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره په لیدنه کې ویلي چې تهران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او هڅه کوي افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه اسانه او ساده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي وو چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۶،۸ میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ۱،۳ میلیون خلک بیا د هېواد دننه د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي دي.
د نشهیي توکو د کمښت په اړه د م.م راپور او ا.ا هرکلی
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر په خپل راپور کې ویلي وو چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کوکنارو کر او د تریاکو پر تولید سخت بندیز په افغانستان کې د تولید د ۹۵ سلنې کمښت لامل شوی دی.
راپور کې راغلي: «په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د کوکنارو د کر او د تریاکو د تولید سخت بندیز، د اټکل له مخې په تولید کې ۹۵ سلنې کمښت رامنځته کړی او له همدې امله میانمار د نړۍ په کچه د ناقانونه تریاکو د تولید تر ټولو مهمه پېژندل شوې سرچینه ګرځېدلې ده. د افیوني توکو نړۍوال کمښت، په ځانګړې توګه هرویین په هغو بازارونو کې چې پخوا تر ډېره له افغانستانه برابرېدل، ښايي د نړۍوالو اکمالاتي ځنځیرونو او د وېش شبکو له تنظیم وروسته، په میانمار کې د تریاکو پر بیو د لوړېدو فشار رامنځته کړي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وروستی راپور ستایلی او ویلي یې دي: «د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د دفتر وروستۍ څرګندونې چې وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د رهبر تر فرمان وروسته، په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی، رښتینې دي. موږ یې ستاینه او مننه کوو؛ ځکه اسلامي امارت لکه څرنګه چې ژمنه کړې، دا ستونزه حل کوي او دا شومه پدیده به له خپلې خاورې ورکوي.»
په جاپان کې د افغانستان سفارت د فعالیت ځنډېدل
تېره ورځ د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د افغانستان سفارت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به خپل فعالیتونه وځنډوي.
په توکیو کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري له یو لړ مشورو وروسته شوې او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او کنسولي چارو په ګډون د سفارت ټول فعالیتونه او خدمتونه تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP