Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه معیاري تیر پارک یا تمځای جوړولو چارې پیل شوې.

دغه پارک د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمې په «تلخک‌زار» دښته کې د کابل – کندهار لویې لارې ته نږدې جوړېږي.

د غزني د ترانسپورټ د تنظیم رییس مولوي خیرالله توکلي د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې  د لویو موټرو لپاره د معیاري تمځای نشتوالي له امله په غزني ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه او بې‌نظمي ډېره ده، له همدې امله وزارت دغه تیر پارک جوړوي.

هغه زیاته کړه، دغه تمځای پر ۲۰۰ جریب ځمکه جوړېږي چې یو جومات، درې اداري ودانۍ، د موټرو د ترمیم ورکشاپونه، د موټرچلوونکو لپاره خونې، رسټورانټ او نور اړین ملحقات به ولري.

د نوموړي په خبره چې دا پروژه به د باروړونکو موټرو لپاره د منظم توقف، خدماتو او ترانسپورټي اسانتیاوو برابرولو برخه کې مهم رول ولوبوي.

توکلي زیاته کړه، پر دې پروژې ۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ترانسپورټ وزارت له بودجې ورکول کېږي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي او چلوونکي دغه ګام ستایي او وايي چې دا پروژه به د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.